د امریکې د خارجه وزیر مرستیال د افغانستان په انتخاباتي چارو کښې لاسوهنه کوي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مشرې وویل: د امریکې مرستیال خارجه وزیر د دغه کمیشن له غړو سره په کتنه کښې، د غزني د پارلیماني او د ولایتي شورا د انتخاباتو په ترسره کولو کښې د ځنډ راوستو غوښتنه کړې ده.
حوا علم نورستاني پرون هم داشان وویل چې د سویلي آسیا په چارو کښې د امریکې د خارجه وزیر مرستیال آلیس ولز له دغه کمیشنه غوښتي دي چې د غزني پارلیماني انتخابات او د ولایتي شوراګانو ټاکنې دې په ځنډ سره ترسره شي.
د میرمن نورستاني په وینا د امریکې د خارجه وزیر مرستیال په دغه کتنه کښې هم داشان ویلي دي چې د انتخاباتو کمیشن باید یوازې په ولسمشریزو ټاکنو تمرکز وکړي ځکه چې ورته مهال د دوو نورو انتخاباتو ترسره کول ممکنه ده ګران وي.
خو د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن مشرې څرګنده کړه چې دغه کمیشن د غزني د پارلیماني او د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د امریکې د مرستیال خارجه وزیر غوښتنه نه ده منلې.
هغه زیاته کړه: د ولسمشریزو انتخاباتو د روڼوالي او قانوني کیدو لپاره ضروري ده چې د ولایتي شوراګانو انتخابات هم ترسره شي ځکه چې د افغانستان د مشرانو جرګې د انتخابي غړو کاري پړاؤ پاې ته رسیدلی دی.
د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن له غړو سره د امریکې د مرستیال خارجه وزیر کتنه د دغه هیواد د انتخاباتو په بهیر کښې د واشنګټن د لاسوهنې نښه ده او دا هغه موضوع ده چې له دې مخکښې هم په ځلونو د افغانستان د چارواکو له نیوکو سره مخ شوې ده.