د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ۲۳ کارکونکي د خورد برد په تور ونیوی شول
May 30, 2019 07:34 Asia/Kabul
د افغانستان د د کورنیو چارو وزارت د مالي فساد او خبردبرد په تور د دغې وزارتخانې د درویشتو کارکونکو د نیول کیدو خبر ورکړ.
د افغانستان د داخله وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون وویل چې ټاکل شوې د دغو نیول شویو کسانو دوسیه له بشپړیدو وروسته د هیواد قضايي مراجعو ته ولیږله شي.
په دې لړ کښې څو کسان ممنوع الخروج شوي هم دي.
د کورنیو چارو د وزارت دغه نیول شوي کسان د افغانستان د لسو ولایتونو لپاره د غوښې د برابرولو په تړون کښې د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په خردبرد کولو تورن شوي دي.