حکمتیار په قطر کښې بین الافغاني مذاکراتو ته غبرګون وښود
د افغانستان د حزب اسلامي مشر د قطر په دوحه کښې د بین الافغاني مذاکراتو ترسره کیدل د افغانستان د ملي ګټو خلاف وبلل.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې ګلبدین حکمتیار پرون په قطر کښې د بین الافغاني غونډې د ترسره کیدو په هکله وویل: دغه غونډه کوم معلوم پروګرام نه لري او په کښې ګډون کونکي هم د مجهول هویت خاوندان دي چې د افغانستان د خلکو د استازیتوب صلاحیت نه لري.
د افغانستان د حزبِ اسلامي مشر ټینګار وکړ چې په دغې غونډه کښې هر ډول شوې پریکړه د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده ځکه چې بهرنیان د افغانستان له حکومت او سیاسي مشرانو سره له مشورې پرته، د بین الافغاني مذاکراتو تر عنوان لاندې غونډې ترسره کوي چې هیڅ ګټه هم نه لري.
د ویلو ده چې د طالب ډلې له استازو سره بین الافغاني غونډه پرون د افغانستان د عالي شورا د یوشمیر غړو، مدني فعالانو، کارپوهانو او د سیاسي ګوندونو د یوشمیر استازو په ګډون ترسره شوه.
په دغه غونډه کښې چې د جرمني په نوښت ترسره شوه، د افغانستان د ډیرو سیاسي او جهادي ګوندونو ځینو مشرانو ته له سره د ګډون بلنه نه ده ورکړی شوې چې د حکمتیار غبرګون یې هم راوپاروه.