طالبان دې د انتخاباتو په ورځ د رایه ورکونې په مرکزونو حمله نه کوي
(last modified Tue, 30 Jul 2019 03:01:09 GMT )
Jul 30, 2019 07:31 Asia/Kabul
  • طالبان دې د انتخاباتو په ورځ د رایه ورکونې په مرکزونو حمله نه کوي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن د دغه هیواد د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو په ورځ د رایه اخیستنې په مرکزونو باندې د طالب ډلې د حملو د نه کولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن د دغه هیواد د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو په ورځ د رایه اخیستنې په مرکزونو باندې د طالب ډلې د حملو د نه کولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مشرې حوا علم نورستاني له طالب ډلې وغوښتل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیدو په ورځ دې د افغانستان خلکو ته فرصت ورکړي چې د رایه ورکونې مرکزونو ته لاړ شي او د خپلې خوښې وړ کسانو ته راې ورکړي.

هغې زیاته کړه: انتخابات د افغانستان د خلکو حق دی او مونږ هیله لرو چې طالبان دا حق له خلکو وانه خلي او افغان سړي او ښځې په انتخاباتو کښې ګډون وکړي.

د ویلو ده چې طالب ډلې له دې مخکښې په افغانستان کښې د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدکو سره خپل مخالفت اعلان کړی و.

 

ټیګونه