د افغانستان د شکايتونو کمېشن د غني او عبدالله انتخاباتي ټیمونه په انتخاباتي سرغړونو تورن کړل
(last modified Fri, 02 Aug 2019 02:55:57 GMT )
Aug 02, 2019 07:25 Asia/Kabul
  • د افغانستان د شکايتونو کمېشن د غني او عبدالله انتخاباتي ټیمونه په انتخاباتي سرغړونو تورن کړل

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېشن د افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه مشر عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیمونه په انتخاباتي سرغړونو تورن کړل او د بیا تکرار په صورت کښې یې دغو ټیمونو ته د نغدي جریمې خبردارے ورکړے دے.

د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې دغه کمېشن وایي، چې غني او عبدالله په انتخاباتي سیالیو کښې دولتي امکانات کارولي دي.

د دغه کمېشن ویاند او منشي محمد قاسم الیاسي پرون خبریالانو ته وویل، چې د'دولت جوړونې' او' ثبات او همپالنې' ټاکنیزو ټیمونو په خپله ګټه، له دولتي مالي منابعو څخه استفاده کړې او یوشمیر دولتي لوړ پوړو چارواکو هم د دوې په انتخاباتي غونډو کښې ګډون کړے دے.

الیاسي وویل، چې د ټاکنو د قانون پراساس د دوی دغه کړنې انتخاباتي سرغړونې ګڼل کیږي.

الیاسي وویل "د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېشن د رایو په اتفاق دا پریکړه کړې، چې هر یو د دولت جوړونکي ټیم (غني ټیم) او ثبات او همپالنې ټیم (عبدالله ټیم) ته د انتخاباتو د قانون د ۳۰ مې مادې په بنياد، چې سرغړونه یې کړی ده، جدي اخطاریه صادره شي".

له دې وړاندې د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا، چې له څو کاندیدانو جوړه ده، ویلي وو چې، اندیښنه لري، چې یو شمیر کاندیدان په ټاکنیزو منډو ترړو کښې له دولتي امکاناتو څخه استفاده وکړي.

 

ټیګونه