د افغانستان حکومت د حکمتیار اسلامي ضده څرګندونې وغندلې
د افغانستان د ولسمشر ویاند د دغه هیواد د حزب اسلامي د مشر اسلام ضده څرګندونې وغندلې او هغه یې جاهلانه وبللې.
تسنیم خبري آژانس لیکلې دي چې صدیق صدیقي ټینګار وکړ، د افغانستان نظام جمهوري اسلامي دی اوهیڅوک اجازه نه لري چې پر روا والي یې نیوکه وکړي.
د ویلو ده چې د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کاندید ګلبدین حکمتیار چې د داعش تکفیري او ترهګرې ډلې ملاتړی هم دی، په دې وروستیو کښې یې په کاپيسا ولایت کښې د خپلو انتخاباتي سیالیو او تبلیغاتو په دوران کښې په کاپيسا ولایت کښې د افغانستان نظام غیراسلامي بللی و.
حکمتیار دا څرګندونې په داسې حال کښې کړې دي چې د هغه د دفتر میلیوني لګښت نیغ په نیغه د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه تامینیږي.
د افغانستان حکومت تراوسه د حزب اسلامي لسګونه زندانیان آزاد کړې دي او د دغه ګوند په وسله والو فعالیتونو یې هم سترګې پټې کړې دي.