د افغانستان د انتخاباتو د کمیشنونو لس پخواني غړي د فساد په جرم محکوم شول
Sep 04, 2019 10:56 Asia/Kabul
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن او د شکایتونو د کمیشن لس تنه پخواني کارکونکي د فساد او له خپل کاري صلاحیته د ناوړه استفادې په جرم په بند محکوم شوې دي.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مشر او شپږ غړي او همداشان د انتخاباتو د شکایتونو د کمیشن مشر او دوه غړي د محکمې له خوا په پنځه پنځه کلن بند محکوم شول.
د افغانستان ولسمشر د سږ کال په وړومبیو کښې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن او د شکایتونو د کمیشن دغه غړي د فساد او له خپل موقعیت او صلاحیته د ناوړه استقادې په جرم له کاره څنګته کړی شوي او د دغه هیواد لوې څارنوالۍ ته ورپیژندلې وو.
د افغانستان لوې څارنوالۍ دغه کسان ممنوع الخروج کړې هم دي.