قندهار کښې د ناټو درې پوځیان زخمي شول
Sep 24, 2019 05:25 Asia/Kabul
قندهار ولایت کښې د افغانستان د پولیسو په حمله کښې درې بهرني پوځیان زخمي شوې دي.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې په افغانستان کښې د ناټو پوځیانو مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: درې تنه بهرني پوځیان د قندهار په هوايي ډګر کښې د افغان پولیسو د ډزو له امله زخمی شول او بریدګر هم ووژل شو.
د افغانستان په استوګنو سیمو باندې د امریکې تر قومندې لاندې بهرنیو پوځیانو حملو، د خلکو سپکاویو او د قرآن کریم سوزولو یې د افغانستان د خلکو او د سیاسي او مذهبي شخصیتونو قهر راپارولی دی.