رڼا غورځنګ د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات بایکاټ کړل
Sep 24, 2019 07:42 Asia/Kabul
د افغانستان د (جنبشِ روشنايي) لوړې ولسي شورا د دغه هیواد د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو بایکاټ وکړ.
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د جنبش روشنايي جګ پوړو غړو پرون کابل کښې په یوه خبري غونډه کښې ټیګار وکړ چې د ستمبر په اتویشتمه نیټه د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې به ګډون ونه کړي.
د روشنايي یا رڼا غورځنګ دغه لوړرتبه چارواکو ویلي چې درغلي د انتخاباتو د نتیجې په اصلي او ټاکونکي عامل باندې بدله شوې ده او کاندیدان د خلکو رایو او نظر ته هیڅ اهمیت نه ورکوي.