په غزنی کې د طالبانو یو مهم قومندان ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84927-په_غزنی_کې_د_طالبانو_یو_مهم_قومندان_ووژل_شو
له دې سره په یووخت د افغانستان دملی دفاع وزارت په پرونۍ اعلامیې کې هم وئیل شوی دی ، دتخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ ئې له طالبانو پاکه کړې او په پاکونکو عملیاتو کې ئې په لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 30, 2019 01:24 Asia/Kabul
  • په غزنی کې د طالبانو یو مهم قومندان ووژل شو

له دې سره په یووخت د افغانستان دملی دفاع وزارت په پرونۍ اعلامیې کې هم وئیل شوی دی ، دتخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ ئې له طالبانو پاکه کړې او په پاکونکو عملیاتو کې ئې په لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

زمونږ خبریال  دصدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ  دافغانستان د غزنی د والی ویندوی عارف نوری وئیلی دی دغزنی  ولایت  په ځینو مرکزی سیمو باندې د پوځ دهوائی ځواک په حملو کې چې پرون ناوخته شوی ،د طالبانو دیوه مهم کمانډر مولوی عبدالحنان پشمول چې  ددغې ډلې د نظامی کمیشن غړی و،۲۴وسلوال طالبان  په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په یوه هوایی برید کې وژل شوی دی .

البته د خبر ترمخابیره کیدا پورې دطالبانو مسئولانو په دې اړه څه نه دی وئیلی .

دا په داسې حال کې دی چې پرون  دغزنی په سلګونو خلکو  د بهرنیو او حکومتی ځواکونو له خوا د بمباریو په خلاف ستر لاریون کړی او په دغو بمباریو کې   ئې دعامو خلکو پر وژلو  سخت غبرګون ښودلی دی .

 غزنی ولایت د افغانستان د ختیځ یوه  ناکراره سیمه ده چې  زیاتره پکې د طالبانو اوداعشیانو  وګړی فعالیتونه کوی .