د پردیو لاسوهنه د ناامنۍ اصل عامل ده
زمونږخبریال وایی د ایران د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوی د ناټو دمشر ینس سټولټینزګ (Jens Stoltenberg,) لاسوهونکو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل دسیمې په امنیتی ترتیباتو کښې دپردیو هیوادونو هرډول لاسوهنه د تاوتریخوالی او د ناامنۍ د رامینځته کیدا او دهغو دسختیدا عامل دی .
هغه نن د ایران دتوغندوی دفاعی توان او دسوله ایز اټومی پروګرام په هکله د ناټو د مشر د ادعاګانو او د لاسوهونکو څرګندونو په هکله وویل دایران اسلامی جمهوریت په فارس خلیج سیمه او دهیوادونو په کورنیو چارو کښې د بهرنیو امنیتی ارګانونو او قدرتونو لاسوهونکی څرګندونې غندلی دی او باوری دی چې د پردیو لخوا د سیمې په امنیتی ترتیباتو کښې هرډول لاسوهنه په خپله په سیمه کښې د تاوتریخوالی او د ناامنۍ د رامینځته کیدا او د سختیدا سبب ده .
دایران دخارجه وزارت ویاند عباس موسوی ټینګار وکړ د ناټو مشر ینس سټولټینبرګ ټینګار وکړ د ناټو مشر د سیمې په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې پرځاې په مینځنی ختیځ او لویدیځې اسیا کښې د دغه پوځی ارګان د لاسوهنکو ورانونکو اغیزونو ته ځواب ورکړی چې د ملکی خلکو له وژلو، دترهګرۍ د پیاوړتیا ، د نشه ایزو موادو دتولید ،ورانۍ او د ناامنۍ له زیاتیدا پرته یې بله نتیجه نه ده لرلی او دهغو نور ورانونکی اثار دسیمې په ځینو هیوادونو کښې ناامنۍ او بې ثباتۍ ده .