د افغانستان په انتخاباتو کښې د اشرف غني د ټګۍ په اړه حکمتيار ادعا
Oct 12, 2019 13:57 Asia/Kabul
د افغانستان د حزب اسلامي مشر او د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو يو نامزد ادعا وکړه، د افغانستان د اوسني ولسمشر او د دولت ساز انتخاباتي ټيم د مشر په دريو کښې دوه برخې رائې جعلي دي.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې ګلبدين حکمتيار وويل، په دريو کښې دوه برخې هغه رائې چې د محمد اشرف غني لپاره په صندوقونو کښې واچول شوې له بائيو مېټرک سېسټم نه بغېر دي.
هغه همدارنګ اټکل وکړ چې د وړومبني پړاو انتخابات څوک بريالے نه لري.
د افغانستان د حزب اسلامي مشر له انتخاباتو نه يوه ورځ پس ادعا کړې وه چې هغه يقين لري د انتخاباتو بريالےکس به وي.