لوګر کښې د حقاني شبکې یو مهم سرګروپ ونیوی شو
Oct 16, 2019 15:49 Asia/Kabul
د افغانستان د لوګر ولایت د پولیسو ویاند وویل، اجمل په لوګر کې په بېلابېلو بریدونو کې لاس درلود.
د لوګر امنیتي چارواکي وایي، پولیسو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د اجمل په نوم د حقاني شبکې يو مهم سرګروپ چې په بلال مشهور دی، نيولى دى.
د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي نن سهار وویل، چې اجمل د تیرو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د لوګر پر مرکز راکټي بريدونه کړي وو.
د ښاغلي احمدزي په وینا نوموړي په لوګر کې په بېلابېلو بریدونو کې لاس درلود.