ناټو په افغانستان کې د خپل ځواک په کمولو پسې نه ده
د امریکا او ناټو چارواکو په داسې حال کې له ۲۰۰۱کال څخه په افغانستان کې د سولې او امنیت د رامینځةکولو په چټی پلمو سره په دغه هیواد کې خپل پوځی ځواک دیره کړی دی چې تردې دمه،دغه هیواد نه یوازې کوم امنیت او آرامښت نه دی لیدلی،بلکې د عامو خلکو مرګ ژوبلې او تاوانونه لاپسې زیات شوی هم دی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسد ا...خالد پرون ناوخته په پروکسل کې د ناټو موسسې د قوماندانانو په غونډې کې د افغانستان د طلوع ټیلیویژنی چینل خبریال ته وئیلی ،د ناټو غړی هیوادونو فیصله نه ده کړې چې خپل ځواک دافغعانستان په پلازمینې کابل او ددغه هیواد په نورو سیمو کې کم کړی .
دا په داسې حال کې دی چې دامریکااین بی سیخبری چینل له دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت پنټاګان دیوه پخوانی چارواکی له قوله وئیلی ، دغه وزارتله افغانستانه د امریکائی عسکرو د ویستلو دپلان په انځورولو لګیا دی .
ډیری شناندی او کارپوهان وائی ،اوس په افغانستان کې د ناټو ځواکد کمولو په باب د دغه هیواد د دفاع وزارت دسرپرست څرګندونې ،په افغانستان کې د امریکا ئی ترهه ګر پوځ په کمولو کې د امریکائی چارواکو د ادعا دروغجنوالی ثابتوی .
کارپیژاندی وائی ، د امریکا او ناټو چارواکو په داسې حال کې له ۲۰۰۱کال څخه په افغانستان کې د سولې او امنیت د رامینځةکولو په چټی پلمو سره په دغه هیواد کې خپل پوځی ځواک دیره کړی دی چې تر دې دمه ، دغه هیواد نه یوازې کوم امنیت او آرامښت نه دی لیدلی ، بلکې د عامو خلکو مرګ ژوبلې او تاوانونه لاپسې زیات شوی هم دی .