عبدالله عبدالله د شنګهايي د ملګرتیا په غونډه کښې د ګډون لپاره تاشقند ته لاړ
(last modified Fri, 01 Nov 2019 11:18:05 GMT )
Nov 01, 2019 15:48 Asia/Kabul
  • عبدالله عبدالله د شنګهايي د ملګرتیا په غونډه کښې د ګډون لپاره تاشقند ته لاړ

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د شانګهای همکاریو سازمان اتلسمې غونډه کې د وینا لپاره اوزبکستان ته تلی دی.

ښاغلی عبدالله به د افغانستان په استازیتوب د شنګهايي د ملګرتیا سازمان سرمشریزې ته وینا هم وکړي او په څنګ کې به یې د روسیې، اوزبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان له لومړیو وزیرانو، د ایران د ولسمشر له لومړي مرستیال، د هند له دفاع وزیر او شانګهای سازمان له عمومي منشي سره هم وویني.

اجرائیه رئیس به په دغه سازمان کې د خپلې وینا پر مهال د افغانستان په سیاسي وضعیت، اقتصادي همکاریو، ګډو سیمه ییزو پانګونو، پراختیا، د ترهګرۍ ضد جګړه او نورو سیمه ییزو ستونزو باندې خبرې وکړي.

شانګها سازمان د سیمه ییزې امنیتي، اقتصادي او فرهنګي ودې لپاره په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان لخوا جوړ شو.

 

ټیګونه