د حقانی ډلې یو مشر د امریکا په دباو سره خوشی شوی
(last modified Wed, 13 Nov 2019 23:53:06 GMT )
Nov 14, 2019 04:23 Asia/Kabul
  • د حقانی ډلې یو مشر د امریکا په دباو سره خوشی شوی

زمونږ خبریال وایی د افغانستان د ملی پارلمان مشر میر رحمان رحمانی پرون د کابل د حکومت لخوا د حقانی ترهګرې ډلې د یوه (۱) مشر انس حقانی خوشی کیدا ته په غبرګون کښې وویل دغه فیصله د هیواد د ملی ګټو پرخلاف ده .

هغه وویل د حقانی ترهګرې ډلې دغه مشر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنه خوشی شوی دی .

دغه راپور زیاتوی د افغانستان د پارلمان یوشمیر استازیو هم ټینګار وکړ د حقانی ترهګرې ډلې د یوه (۱)مشر انس حقانی خوشی کول یوه (۱) شرمونکی معامله ده چې د هیواد د قضایی ادارو خپلواکۍ یې تر پوښتنې لاندې وروستلی ده .

د افغانستان حکومت په داسې حال کښې د حقانی ترهګرې ډلې  یو(۱) مشر انس حقانی له زندان څخه خوشی کړی دی چې له دې مخکې یې د هغه لپاره د اعدام حکم صادر کړی وو .

د حقانی ترهګرې ډلې او د طالبانو درې(۳) غړی یعنی انس  حقانی ، مالی خان او عبدالرشید عمری د افغانستان دحکومت له زندان څخه خوشی شوی او ټاکل شوی ده چې د امریکا او د اسټرالیا دوه (۲) استادان چې د طالبانو په قید کښې دی د دغو دریو (۳) کسانو د خوشی کیدا په بدل کښې خوشی شی .

 

ټیګونه