په ننګرهارکی درې ټارګټ کیلراو سپږ سړی تښتوونکی ونیول شول
(last modified Thu, 14 Nov 2019 10:37:24 GMT )
Nov 14, 2019 15:07 Asia/Kabul
  • په ننګرهارکی درې ټارګټ کیلراو سپږ سړی تښتوونکی ونیول شول

د تښتونکو دغه نیول شوې ډله چې په خپلو جرمونو یې اعتراف کړې د نورو پوښتونو ګرویګنو لپاره اړونده ادارې ته سپارل شوی ده.

زمونږ خبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان د ننګرهار د والی ویاند عطا ا..خوګیاڼی نن سهار په یولړ څرګندونو کې  وئیلی ،تیر مازیګردرې تنه دهدفی وژنو عاملان وروسته له دې د پولیسو له لورې ونیول شول چې په څلورمه ناحیه کې یې د پولیسو یو افسر په ډزو وواژه او وروسته یې دهندی رکشې  پواسطه  د تیښتې هڅه کوله .

 هغه وویل نیول شوی کسان دنورو پوښتونو ګرویګنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوی او ډیر ژر به د رسنیو پر وړاندی وښودل شی. څه موده وړاندی هم د ملی اردو ځواکونوهم د جلال اباد ښار په دویمه ناحیه کې دهدفی وژنو یو عامل په داسې حال کې چې دملی امنیت ادارې یو کارکوونکې ئې په ډزو وژلی او دتیښتې هڅه یې کوله نیولی ؤ. دننګرهار دوالی ویاند  دغه راز وویل ځانګړو پولیسو د ننګرهار ولایت   په سره رود ولسوالۍ کې د سړی تښتونکو یوه شپږ کسیزه ډله ونیوله . نوموړی وویل دغه ډلی  یو تنکی ځلمی چې د خوګیاڼیو ولسوالې اوسیدونکی و څو ورځې وړاندې  تښتولی او غوښتل یی دخوشې کولو په بدل کی یې  له کورنۍ  زیاته اندازه پیسی تر لاسه کړی. دوالی ویاند وویل دتښتونکو دغه نیول شوې ډله چې په خپلو جرمونو یې اعتراف کړې د نورو پوښتونو ګرویګنو لپاره اړونده ادارې ته سپارل شوی ده.

 

ټیګونه