د طالبانو درې کمانډران له امریکائی استاذانوسره نه دی مبادله شوی
(last modified Fri, 15 Nov 2019 09:36:01 GMT )
Nov 15, 2019 14:06 Asia/Kabul
  • د طالبانو درې کمانډران له امریکائی استاذانوسره نه دی مبادله شوی

د افغانستان د ولسی جرګې مشر رحمانی هم څو ورځې مخکې وئیلی وو چې انس حقانی او دوه نور لوړپوړی طالب کمانډران ټاکل شوې وه چې د ډونالډټرمپ په غوښتنې سره د دوو امریکائی استاذانو په مبادلې کې خوشی شی .

زمونږخبریال د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپورراکړ  د طالبانو یوه ویندوی  ذبیح ا... مجاهد په یوې خبرتیا کې  وئیلی دی ، انس حقانی ، مالی خان  او حافظ رشید له بګرام امریکائی زندانه خوشی شوی نه دی  او هماغه راز په زندان کې شپې سبا کوی.

 دا په داسې حال کې دی چې  درې ورځې مخکې  د افغانستان ولسمشر اشرفغنی دطالبانو له بنده د دوو امریکائی استاذانو  په بدل کې  د دغو درو طالب کمانډرانو د مشروطې خوشی کیدا خبر ورکړی ؤ

 اشرف غنی د افغانستان ولس ته په ټیلیویژنی  خطاب کې ویلی وو ،د سولې بیّه ډیره درنده ده  او هغه به  ئې د انس حقانی  په خوشی کیدا سره ورکړی .

 داپه داسې حال کې   دی چې  د  افغانستان د ولسی جرګې مشر رحمانی   هم څو ورځې مخکې وئیلی وو چې انس حقانی او دوه نور لوړپوړی طالب کمانډران  ټاکل شوې وه چې د ډونالډټرمپ  په غوښتنې سره د دوو امریکائی استاذانو  په مبادلې کې خوشی شی . د افغانستان  خبری سرچینو هم نن  وئیلی دی،  چې انس حقانی  او دوه نور طالب کمانډران  د طالبانو په بند کې  له دوو امریکائی استاذانو سره مبادله شوی نه دی  او دوی  بیرته  د افغانستان بګرام بند ته ګرځول شوی دی .

 له افغانستانه په یوه بل خبر کې وئیلی شوی دی ،  د تخار پولیسو  د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، ددغه ولایت  د ورسج ولسوالۍ  د پولیسو قومامندان محمد افضل حکیمی  نن  سره د خپلو درو ساتونکو د مخ پټو وسلوالو په حملې کې  وژل شوی  او یرغلګر هم له هغه ځایه په تښتې کې بریالی شوی دی .

 

ټیګونه