د لوګر او کابل بریدونو د انس حقاني د تبادلې مخه ونیوه
(last modified Mon, 18 Nov 2019 02:54:33 GMT )
Nov 18, 2019 07:24 Asia/Kabul
  • د لوګر او کابل بریدونو د انس حقاني د تبادلې مخه ونیوه

په کابل کې د امریکا سفیر وايي چې په افغانستان کې د وروستیو حملو د دوام په وجه د حقاني شبکې د درېیو غړو په خوشې کولو کې د ځنډ په اړه د افغان حکومت د پرېکړې ملاتړ کوي.

افغان ولسمشر تېره اوونۍ د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د ورور انس حقاني او د دې ډلې د دوو نورو غړو د خوشې کولو پلان اعلان کړ، خو د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په کابل او لوګر کې له خونړیو حملو وروسته جمهوري ریاست وویل چې د دې درېیو کسانو خوشې کېدل وځنډېدل.

کابل کښې د امریکې سفیر جان بس پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د سولې په اړه پرېکړې که څه هم ګرانې وي، خو په عین حال کې د روان وضعیت څېړنې او دقیق غور ته هم اړتیا لري.

هغه د افغانستان د خلکو خلاف د خپل هیواد روانو جنایتونو ته له اشارې پرته مدعي شو چې امریکا به د افغانستان د ستراتیژیک متحد په توګه په راتلونکو ګامونو کې هم له افغان حکومت سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

په کابل کښې د امریکايي سفیر دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې په افغانستان کښې د امریکې اتلس کلن پوځي شتون د جنګ ځپلي افغان ولس لپاره بې له وژلو او کړاؤنو او هم داشان د ترهګرۍ او د نشه ایزو مواد د تولید او قاچاق له زیاتیدو بله نتیجه نه ده لرلې.

 

ټیګونه