د افغانستان تکړه لیکوال وحید مژده ټرور شو
(last modified Wed, 20 Nov 2019 23:35:34 GMT )
Nov 21, 2019 04:05 Asia/Kabul
  •   د افغانستان تکړه لیکوال وحید مژده ټرور  شو

زمونږخبریال راپور راکړی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمِی رسنیو ته وویل بیگا د کابل ښار د اومی امنیتی حوزې په مربوطاتو کې په وحید مژده برید وشو چې پکې هغه شهید شو.

 د رارسیدلو راپورنو سره سره  نامعلومو  وسله والو موټر سیکل سپرو، د افغانستان  د سیاسی مسایلو په شناندی  وحید مژده چې د طالبانو د ډلې پخوانی غړی هم و د خپل کور په خوا کې ډزې وکړې.

 د مژده خپلوانو هغه شفاخانې ته وړی وو .

طالبانو ته نزدې سرچینو په وحید مژده حمله تایید کړې خو  په دې وژله کې یې د دغه ډلې لاسلرنه رد کړې ده او حکومت یې د هغې مسوول ګڼلی دی.

 د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویندویی نصرت رحیمی وویل چې وحیده مژده هغه وخت چې جومات ته د لمانځه لپاره روان و د روسیې سفارت ته نزدې د دوو موټر سیکل سپرو له خوا  په ډزو وویشتل او شهید شو.

 د افغانستان  د ازادو رسنیو ملاتړو هم د وحید مژده وژله یوه لویه علمی او ژورنالیستی  ضایعه ګڼلې او له امنیتی ارګانونو یې غوښتې چې  د  خبریالانو او کارپوهانو د سر ساتنه وکړی.

 وحید مژده په ۱۳۳۲ کال کې د افغانستان په شمال بغلان کې  په یوې باسواده کورنۍ کې زیږیدلی و او په ۱۹۷۷ کال کې یې د کابل د اقتصاد له پوهنځی لیسانس اخستی و.

   هغه له کمیونیسټی کودتا وروسته پاکستان او ایران ته هجرت وکړ او د جهاد په سیاسی پوځی او فرهنګی برخو کې فعال و او په وسله وال جهاد کې یې هم برخه اخستې وه. له هغه په مختلفو جهادی خپرونو کې ډیرې مقالې او شعرونه پاتې دی

 وحید مژده د برهان الدین  ربانی د حکومت په وروستیو کلونو کې کابل ته ورغی  او په خارجه وزارت کې په کار بوخت شو د طالبانو له راتګه وروسته  یې پینځه کاله  په همدې وزارت کې د طالبانو لپاره کار وکړ. 

هغه د طالبانو  په دوره کې   افغانستان او پنج سال سلطه طالبان په نوم کتاب هم ولیکه.

 وحید مژده له تهران ریډیو سره له پخوا راهسې نزدې اړیکې لرلې او د هغه مرکې همیشه له تهران ریډیو خپرېدې. تهران ریډیو د هغه وژله غندی او د افغانستان خلکو او ژورنالسټی ټولنې او کورنۍ ته  تسلیت وایی.

ټیګونه