طالبانو له حکومت سره خبری رد کړی دی
(last modified Wed, 20 Nov 2019 23:49:29 GMT )
Nov 21, 2019 04:19 Asia/Kabul
  • طالبانو له حکومت سره خبری رد کړی دی

زمونږ خبریال وایی په قطر کښې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین د کابل له حکومت سره د نیغ په نیغه خبرو اترو د پیلولو لپاره ددغه ډلې د دریو (۳) مهمو غړیو د خوشی کیدا په هکله راپورونه رد کړل .

سهیل شاهین پرون وویل د افغانستان له  حکومت سره د نیغ په نیغه خبرواترو د پیلولو لپاره د طالبانو ډلې د دریو(۳) غړیو د خوشی کیدا په هکله له حکومت سره د طالبانو د موافقې په هکله راپورونه حقیقت نلری .

ځینو رسنیو ویلی دی د حقانی ترهګرې ډلې د مشر د ورور« انس حقانی» په شمول د طالبانو د دریو (۳) مهمو  مشرانو خوشی کول د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د نیغ په نیغه د خبرواترو د پیلیدا لپاره اقدام دی .

د طالبانو درې (۳) مشران او د کابل د امریکایی پوهنتون دوه (۲) برمته شوی استادان په تیرې سه شنبې ورځ  ازاد  او مبادله شول  .

د افغانستان حکومت هیله من دی چې د طالبانو ددغو دریو (۳)مشرانو په خوشی کیدا سره له دغه ډلې سره د کابل دنیغ په نیغه خبرواترو زمینه برابره شی .

طالبان دافغانستان حکومت د امریکا لاسپوڅی ګڼی او نیغ په نیغه خبرو ته چمتو نه دی .

 

ټیګونه