د ښاغلي وحيد مژده وژله وغندل شوه
زمونږ خبریال وایی د افغانستان د سیاسی مسائیلو د کارپیژاند او د رسندوی فعال وحید مژده وژلې د دغه هیواد د نامتو سیاسی شخصیتونو او د حکومت د مشرانو پراخ غبرګونونه ځان پسې لرلی دی .
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون په یوې (۱) بیانیې کښې د سیاسی چارو د کارپیژاند وحید مژده د وژلې په غندلو سره د هیواد امنیتی ادارو ته حکم ورکړ چې د دغه ټرور د عاملانو د پیژندلو اقدام وکړی .
د افغانستان د حکومت د اجرایی مشر مطبوعاتی دفتر هم پرون په یوې (۱) بیانیې کښې د تکړه لیکوال وحید مژده د وژلې په غندلو سره وویل د وحید مژده د ټرور عاملان د افغانستان د سولې او د ارامښت دښمانان دی او دوې باید زر ترزره وپیژندل شوی او سزا شی .
په دغه بیانیې کښې ویل شوی دی چې وحید مژده په افغانستان کښې د امنیت ، ثبات او د سولې د ټینګیدا په لړ کښې هڅه کوله .
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د وحید مژده د ټرور په غندلو سره وویل د هیواد په سیاسی شناندو او شخصیتونو وروستۍ ترهګرې حملې د افغانستان دخلکو پرضد بشری جنایت او د جنګی جنایت اړخونه دی .
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدانو احمد ولی مسعود او عبدالطیف پدرام هم په جلا جلا بیانیو کښې د وحید مژده وژله وغندله .
طالبانو هم په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د وحید مژده د وژلې په غندلو سره وویل د افغانستان د سیاسی مسائیلو دغه کارپیژاند د هیواد یو (۱) مجاهد وو چې تل یې د خپل هیواد دنیواک د ختمیدا لپاره هڅه کوله .
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ موسسې او دغه راز ډیرو رسندوی فعالانو او شخصیتونو په جلا جلا بیانیو کښې د سیاسی شناند وحید مژده په وژل کیدا خواشینۍ څرګنده کړی ده او د رسنیو ددغه فعال د ټرور د عاملانو دنیولو غوښتنه یې کړی ده