د ولسمشرۍد ټاکنو پایلې دې زر اعلان شی،البته په رونټیا ئې هم ټینګارلرو
امیر خان یار وئیلی دی ، د انتخاباتو خپلواک کمېشن دې زر د انتخاباتو نتیجې اعلان کړی،هرڅوک چې د انتخاباتوکمېشن بریالی اعلان کړی،بایدټول سیاستوال ئې ومنی.
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان د ولسی جرګېلومړی مرستیال امیرخان یار چې د جرګې د پرونۍ غونډې مشری ئې په غاړه درلوده ،وئیلی دی،د افغانستان د ولسمشرۍ د شوو انتخاباتو د رأیو د پایلو بیا بیا ځنډ به د هېواد سیاسی او اقتصادی وضعیت نور هم کړکېچن کړی .
امیر خان یار وئیلی دی ،د انتخاباتو خپلواک کمېشن دې زر د انتخاباتو نتیجې اعلان کړی،هرڅوک چې د انتخاباتوکمېشن بریالی اعلان کړی،بایدټول سیاستوال ئې ومنی.
راپور ښئ البته د ولسی جرګې ځینو استازو بیا د ټاکنو پروسې پر روڼوالی په ټینګار سره وئیلی نتیجې دې د پاکو رأیو پر اساس اعلان شی.
تر دې دمه د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د رأیو د تفتیش او بیا شمېرنې پروسه بشپړه شوې او په هلمند، کابل، کندهار او ننګرهار کې روانه ده چې ممکنه ده تر وروستیو پورې دغه بهیر بشپړ شی .
خو په اوو ولایتونویعنی پنجشیر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان، تخار او بدخشان کې اعتراض کونکو کاندیدانو د ټاکنو ولایتی دفترونو دروازې تړلې دی.
دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان د د ټاکنو د کمېشن ویندوی ذبیح سادات پرون په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دوی په دغو ولایتونو کې د رأیو بیا شمېرنې پیلېدو لپاره له انتخاباتی ټیمونو سره په خبرو بوخت دی.