د افغانستان د حالاتو د کړکیچن کیدا په هکله د حامد کرزی خبرداری :-
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د هیواد د حالاتو دخرابیدا په هکله خبرداری ورکړ .
هغه په کابل کښې په خبری ناسته کښې ټینګار وکړ د افغانستان عمومی حالت خراب دی او ولسمشر اشرف غنی باید په دقت سره د هیواد حالات تر کنټرول لاندې ولری .
کرزی په دې خبرې سره چې د افغانستان خلک د سولې غوښتونکی دی وویل که څه هم د امنیت تامینول او د سولې ټینګول د خلکو اساسی غوښتنه ده خو د هیواد خلک دغه سوله د اتلس (۱۸) کلنو د بریاو او دجمهوری نظام د له لاسه ورکولو په بیه نه ورکوی .
د افغانستان پخوانی ولسمشر کرزی دغه راز د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو په اعلانولو کښې ځنډ ته په اشارې سره وویل د ټول ټاکنو پایلې باید د انتخاباتو له ترسره کیدا یوه (۱) ورځ وروسته اعلانیدلی .
د کرزی دغو څرګندونو بیلابیل اړخونه درلودل خو د دغه پخوانی چارواکی دڅرګندونو په ټولو برخو غالبه فضا د کړکیچ په لور د افغانستان د حرکت کولو په باره کښې خبرداری وو .
همدا اوس د افغانستان خلک د حکومت او دخارجی عسکرو د کړچار په وجه د ناهیلې احساس کوی او ځوانان په خپل هیواد کښې په پاتې کیدا بهر هیوادونو ته په تلو ترجیح ورکوی .
د افغانستان پخوانی ولسمشر کرزی حتی په انتخاباتو کښې د خلکو کم ګډون او د رایو د نتیجو په اعلانولو کښې ځنډ د کړکیچ نښې نښانې وبللې .
البته د حامدکرزی د خبرداری یوه(۱) برخه د سولې د خبرواترو بهیر ته د امریکا، د افغانستان د اوسنی حکومت او دطالبانو کتنې ته اوړیدلی ده تر دې چې کرزی وایی د جمهوری نظام په شمول د افغانستان دخلکو بریاوې باید د سولې په پلمه له مینځه ولاړې نشی .
دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې طالبان د خبرواترو د یوه (۱) لوری په توګه د اسلامی امارات د جوړیدا خبره کوی او امریکا د بل لوری په توګه تراوسه ښودلی ده چې د افغانستان دخلکو په غوښتنو د ټینګار لپاره هیڅ اراده نلری او په هره طریقه حتی د افغانستان د ناامنه کیدا په پلمه غواړی په دغه هیواد کښې خپل لګښتونه کم کړی .
د طالبانو او دحقانی ډلې ددریو (۳) غړو په خوشی کولو کښې د کابل د حکومت وروستی اقدام هم دافغانستان دخلکو دسختې اندیښنې سبب شوی دی او ډیر خلک اوس دغه پوښتنه مطرح کوی هغه کسان چې د افغانستان د خلکو په وړاندې توره کارنامه لری او له دې مخکې په سختې سزا محکوم شوی وو اوس ولې له کوم حساب ورکولو پرته ازاد شی ؟
د طالبانو او د حقانی سرزوروډلو د دریو (۳) غړیو خوشی کیدل په داسې حال کښې ترسره شول چې تر دې دمه طالبان چمتو نه وو شوی د افغانستان له حکومت سره خبرې اترې ومنی او اوربند اعلان کړی .
له دې چې ورتیر شو دغه کار په داسې شرایطو کښې وشو چې داعش ډله هماغه راز دافغانستان په بیلابیلو سیمو کښې بریدونه کوی او د راپورونو پراساس دغه ډلې په دغه هیواد کښې خپل ترهګر فعالیتونه زیات کړی دی .
د امریکا فارن پالیسی مجلې په افغانستان کښې د داعش خراسان د فعالیتونو په هکله په یوې (۱) مقالې کښې ولیکل د بې بی سی ټیلبی ویژن د راپور پراساس د تیر میلادی کال له جنورۍ میاشتې څخه د روان میلادی کال تر جنورۍ میاشت پورې په افغانستان کښې د داعش ډلې حملې له عراق او سوریې پرته په نړۍ کښې له بل هر ځاې څخه زیاتې وې .
د داعش خراسان زیات وحملو چې په کابل کښې د واده په یوه (۱) هال ویرونکی حمله پکښې شامله وه او څه دپاسه شپیته (۶۰) کسان پکښې وژل شوی وو د افغانستان په شیعه مسلمانانو بریدونه وکړل .
داعش ډلې دغه راز په کابل کښې په دوه زره اولسم (۲۰۱۷) میلادی کال کښې د افغانستان په ترټولو ستر پوځی روغتون او په تیر میلادی کال کښې د رایو د ورکولو په مرکز بریدونه وکړل .
په دا ډول حالاتو کښې حقیقت دا دی چې له زندان څخه د ویره اچونکو کسانو خوشی کول به د ترهګرو او د سرزورو ډلو له پیاوړتیا پرته بله نتیجه ونلری .
د افغانستان پخوانی ولسمشر کرزی وویل نه یوازې د هیواد امنیتی بلکې سیاسی حالات هم ګډوډ دی او د کړکیچ په لور روان دی .
همدا اوس د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دنتیجو د اعلانولو په هکله د کاندیدانو اختلافات په خپل ځاې پاتې دی او دا خبره چې قانون خپل مرجعیت له لاسه ورکړی دی او د انتخاباتو د ترسره کولو خپلواکه کمیسیون له یوې ډلې او یا بلې ډلې په پلویتوب کولو تورنیږی معنا لرونکی او البته خطرناکې پیښې دی .
له دې کبله د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی د هیواد د حالاتو دکړکیچن کیدا په هکله خبرداری سره له حکومت څخه وغوښتل زر تر زره اقدام ترسره کړی .