د افغانستان له انتخاباتي کمېشن سره د عبدالله د ټيم خبرې اترې ناکامه شوې
د افغانستان له انتخاباتي کمېشن سره د عبدالله د ټيم خبرې اترې ناکامه شوې
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات و همپالنې» نومې انتخاباتي ټيم دا خبره تائيد کړه چې د افغانستان د انتخاباتو له خپلواکه کمېشن سره د دغه تيم خبرې اترې بې نتيجې وې.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د عبدالله د ټيم وړومبي مرستيال بابر فرهمند پرون په کابل کښې وويل، د جعلي رايو د باطلولو په اړه د اعتراض کونکو انتخاباتي ټيمونو غوښتنه تر اوسه نه ده منلې شوې او که دغه رائې باطلې شي نو د ثبات و همپالنې نومې انتخاباتی ټيم رائې به له پنځوس فيصدو زياتې شي.
فرهمند د خپلو څرګندونو په دوام کښې د انتخاباتو کمېشن ته د راتلونکې هفتې د خالي ورځې پورې مهلت ورکړ چې د هغه په قول جعلي رائې دې باطلې اعلان کړي.
هغه ګواښ وکړ چې د انتخاباتو خپلواکه کمېشن د اعتراض کونکو غوښتنې ته پاملرنه ونه کړي نو دغه ډلې به مدني مظاهرو او احتجاجونو ته مخه کړي.