انس حقاني: د بندیانو سره ښه سلوک د صلحې لپاره اغیزمن واقع کېدې شي
(last modified Wed, 04 Dec 2019 02:52:49 GMT )
Dec 04, 2019 07:22 Asia/Kabul
  • انس حقاني: د بندیانو سره ښه سلوک د صلحې لپاره اغیزمن واقع کېدې شي

د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي انس حقاني تازه له بګرام زندانه د یوې تبادلې په ترڅ کښې راخلاص شوے دے

هغه په يوې مرکه کښې وویل چې د مذاکراتي ټیم د غړي په حیث به د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم د نورو غړو په څېر او د خپلو مشرانو په هدایت په افغانستان کښې د صلحې لپاره کار کوي او په افغانستان باندې د قبضې او جګړې خاتمه به ورته ترجيح ولري.

نوموړي په بګرام زندان کښې د بندیانو د حالت د بیانولو تر څنګه د یوې پوښتنې په جواب کښې وویل چې د بندیانو سره ښه چلند، هغوي ته خپل بشري او قانوني حقوق ورکول او د هغوي آزادول به د صلحې پروسه پياوړې کړي او مثبت اغیز به ولري.

انس حقاني په بګرام کښې د خپل بند په اړه هم وویل چې ده او د دۀ بل ملګري حافظ رشید تر څلورو کلونو زیاته موده په یوازي کوټه کښې تېره کړه، خو په وروستیو میاشتو کښې بیا د حافظ رشید سره په یوه پراخه کوټه کې یو ځاے کړے شو.

انس حقاني چې د طالبانو ډلې د مرستیال سراج الدین حقاني کشر ورور دے، د کال ۲۰۱۴ اکتوبر میاشتې په ۱۲مه نیټه په بحرین هیواد کښې هغه مهال ونیول شو کله چې د ګوانټنامو څخه د پنځو ازاد شویو بندیانو لیدو ته ورغلی ؤ.

 

 

ټیګونه