د جرمني د دفاع وزیرې هم د افغانستان د انتخاباتو د نتائجو د اعلان غوښتنه وکړه
د جرمني د دفاع وزیره هم د افغانستان د انتخاباتو د نتائجو د اعلان غوښتونکې شوه
د جرمني د دفاع وزيره مېرمن “کرامپ کارن باوئر” افغانستان ته په سفر کښې له افغان ولسمشر اشرف غني سره یې په یو لړ مسایلو خبرې کړي دي، مېرمن کارنبارو هیله ښودلې چې د افغانستان د انتخاباتو نتائج زر تر زره اعلان شي.
افغان ولسمشر غني او د جرمنې د دفاع وزیرې پرون کابل کښې ګډه خبري ناسته جوړه کړه چې پکښې د جرمني د دفاع وزیرې د افغانستان د انتخاباتو د نتائجو زر ترزره د اعلان غوښتنه وکړه.
مېرمن “کارن باوئر” همدارنګ هیله څرګنده کړه چې د انتخاباتو داسې نتائج بايد اعلان شي چې ټولو خواو ته د منلو وړ وي، او د دغو انتخاباتو له لارې یو داسې پیاوړے حکومت رامنځته شي چې د صلحې خبرې په ښه توګه په مخ بوځي.
افغان ولسمشر غني هم جرمني د افغانستان یو ښه ملاټر هېواد یاد کړ، او افغانستان ته یې د دغه هېواد له مرستو مننه وکړه.
په ورته وخت کې د جرمني د دفاع وزیرې د ملي وحدت حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سرم هم لیدلي، او افغانستان ته د اقتصادي او فوځي مرستو د دوام خبر یې ورکړے دے.