د امریکې او طالبانو ترمینځ د مذاکراتو بهیر دې اودریږي
Dec 07, 2019 06:02 Asia/Kabul
د افغانستان د حزب اسلامي او (د اسلامي صلحې او عدالت) انتخاباتي ټیم مشر د امریکې او طالب ډلې ترمینځ د خبرواترو د بهیر په ختمیدو ټینګار وکړ.
ګلبدین حکمتیار پرون کابل کښې د خپلو پلویانو په ټول کښې د امریکې او طالبانو د خبرواترو د بندیدو د غوښتنې ترڅنګ ټینګار وکړ چې د صلحې د پرمخ بیولو لپاره باید بین الافغاني خبرې اترې پیل شي.
د افغانستان د حزب اسلامي مشر مدعي شو چې که ولسمشریز انتخابات دویم پړاؤ ته ورسي نو نو باید لنډمهاله حکومت جوړ شي.
یاده دې وي چې د امریکې او طالبانو ترمینځ د مذاکراتو له نهو بې نتیجې مذاکراتو وروسته امریکايي چارواکي اوس د دغو ماته خوړلو خبرواترو د بیا پیلولو په لټه کښې دي خو طالبان لا هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتونکې دي.