له امریکایانوسره په خبرو کې انس حقانی هم شامل دی
له امریکایانوسره په خبرو کې انس حقانی هم شامل دی
په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمینځ د خبرواترو تیرو نهو پړاؤنو د افغانستان د ولس لپاره هیڅ نتیجه نه ده درلودلې او په دغه هیواد کې شخړې،ترینګلتیاوې او بې ثباتی ورځ تر بلې لاپسې زیاتیږی .
تسنیم خبری اژانس راپورورکړ په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوی سهیل شاهین د طالبانو او امریکایانو ترمینځ د سولې دتش په نامه خبرواترو د بیرته پیلیدا په تائیدولو سره وئیلی دی ،ددغې ډلې د ورکچی ټیم مشری د ملا عبدالغنی برادر په غاړه ده .
سهیل شاهین وئیلی دی،د حقانی ډلې د مشر ورور انس حقانی چې په همداوروستیو کې د بګرام له زندانه د امریکائی پوهنتون له دوو استاذانو سره په تبادلې کې خوشی شوی،په دغې دوه ورځنۍ غونډې کې چې له پرونه پیل شوی ، هم شتون لری .
دا د امریکا اوطالبانو د هغو خبرواترو لومړنۍمرحله ده چې کابو درې میاشتې مخکې د امریکا د ولسمشر له خوا درول شوې وې .
داپه داسې حال کې دی چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمینځ د خبرواترو تیرو نهو پړاؤنو د افغانستان د ولس لپاره هیڅ نتیجه نه ده درلودلې او په دغه هیواد کې شخړې،ترینګلتیاوې او بې ثباتی ورځ تر بلې لاپسې زیاتیږی .