په خوست کښې ماین چاودنې لس کسان وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86628-په_خوست_کښې_ماین_چاودنې_لس_کسان_وژلی_دی
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان د خارجه وزارت ویاند نصرت رحیمی په کابل کښې خبریالانو ته وویل نن سهار پینځه (۵) بجې د خوست ولایت په علی شیر ولسوالۍ کښې یو (۱) ماین هغه وخت واچاودیده کله چې په لاره کښې یو(۱) ګاډی روان وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2019 11:12 Asia/Kabul
  • په خوست کښې  ماین چاودنې لس کسان وژلی دی

ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان د خارجه وزارت ویاند نصرت رحیمی په کابل کښې خبریالانو ته وویل نن سهار پینځه (۵) بجې د خوست ولایت په علی شیر ولسوالۍ کښې یو (۱) ماین هغه وخت واچاودیده کله چې په لاره کښې یو(۱) ګاډی روان وو .

هغه وویل په دغه ماین چاودنه کښې لس (۱۰) ملکیان وژل شوی چې درې (۳) پکښې ماشومان ، دوې (۲) پکې ښځې او پینځه (۵) پکښې سړی دی .

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمی طالبانو ډله د دغه ماین چاودنې مسوله وبلله خو دغه ډلې تراوسه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی .

ملګروملتونو د سړک غاړو ته بم چاودنې په افغانستان کښې د ملکی وګړو د  وژلې مهم عامل بللی دی خو د کابل چارواکی طالبان د سړک غاړو ته د بمونو او د ماینونو د کیښودلو مسول ګڼی .

خوست ولایت د حقانی ترهګرې ډلې یو (۱) ترټولو مهم مرکز دی .