له عبدالله عبدالله سره د امريکائي او نېټو د فوځيانو د قوماندان کتنه
له عبدالله عبدالله سره د امريکائي او نېټو د فوځيانو د قوماندان کتنه
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدائي نتائجو له اعلانه وروسته د امريکې او نېټو د فوځيانو قوماندان په انتخاباتو کښې د اشرف غني له اصلي سيال عبدالله عبدالله سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د ايرنا د رپوټ له مخې په دغه کتنه کښې چې پرون مازيګر په کابل کښې ترسره شوه جنرل سکاټ مېلر او د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائي مشر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وړومبنيو نتائجو د اعلان، امنيتي حالات او د صلحې د خبرو اترو د اودرېدو په باره کښې خبرې اترې وکړې.
دغه کتنه په داسې حال کښې اوشوه چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمېشن پرون اعلان وکړ چې محمد اشرف غني له نهو لکو نه د زياتو رايو په حاصلولو سره د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو کامياب دے او د غني انتخاباتي سيال عبدالله عبدالله هم له اوو لکو نه د زياتو رايو په حاصلولو سره په دويم نمبر کښې راغلے دے.
عبدالله عبدالله د انتخاباتو د اعلان شويو نتائجو په نه منلو سره وويل، د انتخاباتو کمېشن د دريو لکو نه د زياتو باطلو او مشکوکو رايو له پاکولو نه مخکښې د پراخو ټګيو په اړه په انتخاباتي کمېټيو قانوني غوښتنو او اعتراضاتو باندې له غور کولو نه بغېر د قانون په خلاف د انتخاباتو د نتائجواعلان کړے دے.