د افغانستان د ولسمشرۍ نامزد: د انتخاباتو نتائج د ډېموکرېسۍ په خلاف کودتا ده
(last modified Mon, 23 Dec 2019 11:38:40 GMT )
Dec 23, 2019 16:08 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسمشرۍ نامزد: د انتخاباتو نتائج د ډېموکرېسۍ په خلاف کودتا ده

د افغانستان د امنيت و عدالت نومې نومې انتخاباتي ټيم مشر د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدائي نتائجو د اعلانېدو په ردعمل کښې د دغو نتائجو اعلان د ډېموکرېسۍ په خلاف کودتا وبلله.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې رحمت الله نبيل وويل: د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتائج د ډېموکرېسۍ او ولسواکۍپه وړاندې کودتا او  د امنيت و عدالت انتخاباتي  ټيم يې نه مني.

هغه زياته کړه، د افغانستان د انتخاباتو کمېشن د بې طرفۍ اصل او حقوقي چوکاټونو ته بې له پامه په جانبدارانه توګه وړومبني نتائج اعلان کړي دي.

 هغه همدارنګ د اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز انتخاباتي ټيم په باره کښې وويل، دغه ټيم د انتخاباتو د کمېشن په چارو کښې مداخله کړې او د انتخاباتو بهير يې له قانوني لارې د بحران لوري ته ديکه کړے دے.

هغه د افغانستان په  انتخاباتي شکايتونو د غور له کمېشنه وغوښتل چې د پوره بې طرفۍ په ساتلو سره دې  سپينې رائې له مشکوکو رايو بيلې کړي او د منظمو ټګيو کونکي دې قضائي ادارو ته معرفي شي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم پالنې انتخاباتي ټيم هم د افغانستان د انتخاباتي کمېشن لخوا اعلان شوې نتيجې ټګجنې دي او رواوالے نه لري.

 

ټیګونه