په ټاکنو کښې د درغلۍ په وجه یې پایلې نه منو
(last modified Tue, 24 Dec 2019 01:02:46 GMT )
Dec 24, 2019 05:32 Asia/Kabul
  • په ټاکنو کښې د درغلۍ په وجه یې پایلې نه منو

حکمتیار: د پراخې درغلۍ په وجه د ټاکنو ابتدايي پایلې نه منم او زر به خپل رسمي دریځ اعلان کړم.

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو معترض نوماند او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتیار د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو په تړاو په خپل لومړني غبرګون کښې د پایلو له منلو انکار کړی او وايي، ډېر ژر به په دې اړه خپل رسمي دريځ ښکاره کړي.

حکمتيار پرون مازيګر په کابل کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د ټاکنو خپلواک کميسيون په جعلکارۍ تورن کړ، ټاکنې يې له درغلۍ ډکې وبللې او زياته يې کړه چې ډېر ژر به د ټاکنو د کميسيون په اړه خپل غبرګون ښکاره کړي.

د حزب اسلامي مشر تور لګولی چې په کومو سيمو کې د دوی رايې ډېرې وې، هلته د بايوميټرک ماشينونه غلا شوي دي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې پر بهرنيو هېوادونو هم نيوکې وکړې او مدعي شو چې بهرنيان هېڅکله په افغانستان کښې خپلواک او قربانۍ ته ژمن حکومتونه نشي زغملی.

حکمتيار زياته کړه، که ټاکنې شفافې وای، دوی به يې هم پایلې منلې وای، خو دومره پرېمانه درغلي په کې شوې چې هېچا ته د منلو وړ نه دي.

پر ګلبدین حکمتيار سربېره د ولسمشريزو ټاکنو نورو نوماندانو عبدالله عبدالله، رحمت الله نبيل او لطيف پدرام هم د لومړنيو پایلو له منلو انکار کړی او کميسيون يې په جعلکارۍ تورن کړی دی.

 

ټیګونه