افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د لسو فاسدو هېوادونو په ډله کښې شمېر شو
افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د لسو فاسدو هېوادونو په ډله کښې شمېر شو
د روڼتیا نړیوال راپور ښیې چې افغانستان د نړۍ اتم فاسد هېواد دے او د یوسل اتیا هېوادونو له ډلې په ۱۷۳ مقام کښې راغلې دے.
ورته مهال د افغانستان روڼتیا بنسټ وایي چې د یوې فاسدې کړۍ له لوري د حکومت ټولو چارو په واک کښې نیول او له ځواکه ناوړه ګټنه هغه سببونه دي چې په نړیواله کچه یې له اداري فساد سره د افغانستان د پرمختګ مخنوي کړے دے.
دغه بنسټ په عدلي اوقضایي، کشفي او تفتیشي ادارو کښې سیاسي مداخله هغه اسباب بللي چې له اداري فساد سره دحکومت مبارزې مخنيوي بولي.
د روڼتیا نړیوالې ادارې د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې د اداري فساد د ارزونې په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړ.
ددغه رپوټ له مخې افغانستان دتیر کال په شان له ۱۸۰ هیوادونو څخه په ۱۷۳ درجه کې دے.
له بلې خوا د افغانستان روڼتیا د څار بنسټ له فساد سره د مبارزې او د اصلاحاتو د راوستو لپاره د ملي یووالي حکومت د ژمنو نه عملي کیدل د نړۍ د لسو فاسدو هیوادونو په ډله کې د افغانستان د بیا راوستو سبب بولي.
د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ غړی، حمید الله عزیزي وايي:« د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کم پرمختګ نااميده کوونکی دے، او نتيجې به یې د افغان حکومت په رواوالي، افغانانو ترمنځ په باور او د تمویلوونکو په اعتماد ناوړه تاثير ولري.»