افغانستان کښې د نوروز اختر نندرتون لغوه شو
Mar 09, 2020 06:41 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د کرهڼې د تولیداتو د نوروز اختر نندرتون د کورونا وایروس د خپریدا د مخنیوي په هدف سره لغوه شو .
د افغانستان د کرهڼې او د مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي پرون په کابل کښې ایرنا خبري اژانس ته وویل د کرهڼې د نندرتون او دغه راز د «دهقان» د نوروز اختر د جشن د ترسره کولو لپاره ضروري چمتووالي چې د تیرو کلونو په شان ټاکل شوي وه د وري د میاشتې له دوهمې (۲) څخه تر پینځمې (۵) پورې د کابل په«بادام باغ»سیمه کښې وشي د روغتیا وزارت د سپارښتنو او د کورونا وایروس د خپریدا د مخنیوي لپاره لغوه شوي دي .
د افغانستان د روغتیا وزارت په ټولو هیواد والوغږ کړی چې د کورونا وایروس د مخنیوي لپاره په هغو ښارونو کښې چې ډیر ګڼه ګوڼه پکښې وي د نوروز اختر مراسم لغوه کړي .