په ننګرهار کښې د نوروز اختر ټول مراسم لغوه شوي
(last modified Wed, 11 Mar 2020 09:14:44 GMT )
Mar 11, 2020 13:44 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کښې د نوروز اختر ټول مراسم لغوه شوي

د افغانستان په ننګرهار کی د اطلاعاتو او کلتور ریاست دنوي کال دجشن دنمانځني لپاره ټولی چمتو شوي پروګرامونه د کرونا ناروغۍ له ویرې وځنډول .

دننګرهار دواطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر شیرشاه همدرد تهران راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل دنوي کال د جشن د ښې نمانځني په موخه دکلتوري اونۍ تر نامه لاندی بیلابیل  تفریحی، او کلتورې پروګرامونه  دنارنج ګل میله او مشاعره،دغزل شپه،دلاسی صنایعو نندارتونونه موسیقي او نورچمتو شوی وې او په پام کې وه چې د نوروز جشن د ښې نمانځني لپاره د افغانستان دڅلوردیرش(34) ولایتونو څخه میلمانه هم راوبلل شي خو د کرونا ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره یی یادې ټولې برنامی وځنډولې   او یا به یی په خورا مختصر ډول لمانځي .

ښاغلي همدرد وویل  د خلکو روغتیا او ژوند مهم دی او ددغو دودیزو میلو او برنامو له ټولو مینه والو به بخښنه وغواړي.
دننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وروسته له هغې د نوروز د جشن لپاره د ټولو چمتو شویو برنامو د لغو کیدو خبر ورکوي چې د افغانستان دعامی روغتیا وزارت لا له واړندی په مزارشریف کې د نوروز جشن او جنډي مراسمو او همدارنګه د کابل په بادام باغ کې د دهقان د جشن د نه نمانځنې خبر ورکړی و.

 

ټیګونه