کابل کښې د اشرف غني يو محافظ ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89080-کابل_کښې_د_اشرف_غني_يو_محافظ_ووژل_شو
تېره شپه د افغانستان پائتخت د کابل پغمان ولسوالۍ کښې ناپېژنده وسلوالو کسانو د “پي پي اس” په دوو کارکوونکو برید وکړ، چې یو کس پکې ووژل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2020 06:29 Asia/Kabul
  • کابل کښې د اشرف غني يو محافظ ووژل شو

تېره شپه د افغانستان پائتخت د کابل پغمان ولسوالۍ کښې ناپېژنده وسلوالو کسانو د “پي پي اس” په دوو کارکوونکو برید وکړ، چې یو کس پکې ووژل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وويل، تېره شپه د کابل ښار پغمان ولسوالۍ کښې ناپېژندو وسلوالو د “پي پي اس” پر دوو کارکوونکو چې افغان ولسمشر اشر غني محافظت يې کوۀ ډزې وکړې چې یو یې پکې وواژۀ او یو بل ژوبل شوے دے.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، تېر شپه شاوخوا اته نیمې بجې ناپېژاندو وسلوالو کسانو د “پي پي اس” په دوو کارکوونکو برید وکړ، چې د قیام الدین په نوم یو ساتونکي پکې ووژل او یو بل ژوبل شوے دے.

تر اوسه چا کس يا ډلې د  دغې پېښې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې