نړیوال بانک له کورونا وائرسو سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره سل (۱۰۰) میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه
(last modified Sat, 04 Apr 2020 08:38:55 GMT )
Apr 04, 2020 13:08 Asia/Kabul
  • نړیوال بانک له کورونا وائرسو سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره سل (۱۰۰) میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

تیره ورځ نړیوال بانک د کورونا وائرسو له منځه وړلو او پر وړاندې یې د مبارزې د پیاوړي کیدلو په موخه له افغانستان سره سل میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.

نړیوال بانک ویلي ، دغه اضطراري مرستې به په ټول افغانستان کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو پروسه نوره هم غښتلې کړي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس هنري کرولي وايي ، "نړیوال بانک ژمن دے چې په اوسني سخت وضعیت کې د افغانستان له حکومت او خلکو سره کار وکړي ترڅو په دې هیواد کې د کورونا وائرسو د مخنیوي لپاره د ټولو هڅو ملاتړ وکړي".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار ویلي چې دا مرسته له افغانستان سره په یو ډیرښه او حساس وخت کې وشوه چې مونږ واقعا دې مرستې ته اړتیا درلوده چې د کورونا وایرسو د لمنځه وړلو لپاره مونږ ډیره انرژي ولرو.

نوموړي زیاته کړه له افغانستان سره دنړیوال بانک دا مرسته به د کورونا وایرسو د مخنیوي او درملنې په لارو ولګول شي.

له بل لوري وړمه ورځ له چین څخه د طبي وسایلوډکه یوه الوتکه کابل ته را ورسیده چې افغان دولت ته یې د کورونا وایرسو لپاره طبي وسایل ورکړل.

په دې مرسته کې د کورونا ویروس مخنیوي لپاره لومړنۍ مرستې شاملې دي او ویل کیږي چې چین ژمنه کړې چې تر پنځه سوو ډیر د مرست ونور کېټونه  به  هم د افغانستان لپاره چمتو کړي.
متحده عربي اماراتو هم د کورونا وایرسو په مخنیوي کې د مرستې لپاره له طبي وسایلو او تجهیزاتو سره له افغانستان سره مرسته کړې.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې امریکا دکورونا ویروس دلمنځه وړلو لپاره له افغانستان سره پنځه لس (۱۵) میلیونه ډالره مرسته کړې وه ، او اوس نړایوال بانک د کورونا وایرسو د لمنځه وړلو لپاره له افغانستان سره سل (۱۰۰) میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.

 

ټیګونه