کابل کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر تر اعلان شوي شمېر هم لوړ دے
(last modified Tue, 07 Apr 2020 11:32:32 GMT )
Apr 07, 2020 16:02 Asia/Kabul
  •  کابل کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر تر اعلان شوي شمېر هم لوړ دے

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، کابل کې په کورونا بيمارۍ د اخته کسانو شمېر تر هغه هم ډېر دے، چې دوی یې رسمي شمېر اعلانوي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان نن ( سه شنبه وري ۱۹ ) د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې تر اوسه کابل کې په کورونا  وایرسو اخته ۷۳ کسان پېژندل شوي، چې له هغو څخه یوازې یو کس له بهر څخه  هېواد ته راستون شوے دے او نور په داخل کښې وو.

د يیکان په خبره کابل کښې د کورونا وایرسو د اخته کسانو شمېر د دغه وزارت د رسمي شمېر څخه لوړ ده، ځکه په وینا یې تر اوسه یوازې هغه کسان پېژندل شوي چې په خپله روغتونونو ته حاضر شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې له څه مودې راهیسې له بهر هېوادونو ډېر شمېر افغانان د کابل په ګډون بېلا بېلو ولایتونو ته تللي، خو روغتونونو ته یې مراجعه نه ده کړې، چې له همدې امله کابل کې په کورونا وایرسو د اخته کسانو شمېر ډېر اټکل کېږي.

افغانستان کې ورځ تر بلې د کورونا وایرسو د بيمارانو شمېر په ډېرېدو دی، تازه تېرو څلرېشتو ساعتونو کې د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د کوید ۱۹ ویروس ۵۶ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې سره د هېواد په کچه په یادو وایرسو د اخته کسانو شمېر ۴۲۳ ته رسېدلی دے.

تر اوسه له  دې وایرسو څخه شل کسان بېرته رغېدلي هم دي، خو څوارلس کسانو بیا د کرونا وایرسو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړے دے.

 

ټیګونه