طالبان:
امريکه په افغانستان کښې د جنګ د دوام سبب ده
په قطر کښې د طالبانو د سياسي کمېشن غړي وويل،په افغانستان باندې جنګ په دغه هېواد د امريکې د قبضې له لارې تپل شوے دے.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې انس حقاني وويل، که امريکنيان له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه له طالبانو سره د موافقه ليک په محتوياتو د عمل کولو له لحاظه ژمن پاتې شي نو دغه هېواد به د يو مضبوط مرکزي نظام په لرلو سره د ټولو افغانانو لپاره د امن او صلحې په کور بدل شي.
د حقاني څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کيږی چې په قطر کښې د طالبانو سياسي دفتر د تېر ايتوار په ورځ د څويم لپاره امريکه له دغې ډلېسره د صلحې د موافقه ليک په خلاف ورزۍ تورنه کړه.
په قطر کښې د امريکې او طالب ډلې ترمېنځ د تش په نامه صلحې د موافقه ليک له مخې دواړه خواوې پکار نه دے په افغانستان کښې د يو بل په مرکزونو او اډو حمله وکړي.
دغې موافقه ليک نه يوازې ماتې خوړلې ده بلکه له زياتو مشکلاتو سره مخامخ شوې د او په افغانستان کښې يې د جنګ په ختمېدو او د امنيت په ټيګېدو هيڅ اثر نه دے کړے او په دغه هېواد کښې ناامني ورځ په ورځ مخ په زياتېدو ده.