د افغانستان سیاسی ترینګتلیا د حل تر درشله رسیدلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89753-د_افغانستان_سیاسی_ترینګتلیا_د_حل_تر_درشله_رسیدلې
خلک دې ډاډمن ووسي،چې په دغوخبرواتروکې یولړ پرمختګونه شوي دي او په اصولو ځیني موافقې شوي دي او اوس کار د دواړو لورو ترمینځ دموافقې د جزیاتو او نهائي کولو تر حده رسیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2020 07:39 Asia/Kabul
  • د افغانستان سیاسی ترینګتلیا د حل تر درشله رسیدلې

خلک دې ډاډمن ووسي،چې په دغوخبرواتروکې یولړ پرمختګونه شوي دي او په اصولو ځیني موافقې شوي دي او اوس کار د دواړو لورو ترمینځ دموافقې د جزیاتو او نهائي کولو تر حده رسیدلی دی .

زمونږخبریال  راپور راکړد افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ثبات او همپالنې دټيم مشرعبدا...عبدا... او د ولسمشر اشرف غني مرستیال محمد سروردانش وئيلي دي،په دغه هیواد کې دسیاسی بحران پاي ته نزدې شوي دي .

Image Caption

 

 عبدا..عبدا...چې ځان د افغانستان ولسمشر ګڼي نن سهار وئيلي دي ،یوه موده کیږي،چې  دسیاسی ترینګلتیاؤ دحل لپاره دد ملی شخصیتونو په خیرغواړو هلوځلو پسې د دواړو لورو(اشرف غني او عبدا...عبدا..) ترمینځ روانې دي .

د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ثبات او همپالنې دټيم مشر زیاته کړې ده،خلک دې ډاډمن ووسي،چې په دغوخبرواتروکې یولړ پرمختګونه شوي دي او  په اصولو ځیني موافقې شوي دي او اوس  کار د دواړو لورو  ترمینځ  دموافقې د جزیاتو او   نهائي  کولو تر حده رسیدلی دی .

Image Caption

 

 سرور دانش هم وئيلي دي،ډير زر د اشرف غني او عبدا..عبدا... ترمینځ موافقه نهائی کیږي او  په افغانستان کې  به سیاسی تاؤتریخوالي پاي ته ورسیږي .

 د افغانستان د ولسمشر مرستیال زیاته کړې ،په راتلونکو څو ورځو کې به د اشرف غني او عبدا.. عبدا... ترمینځ موافقه لاسلیک شي او په اساس  به ئې  عبدا...عبدا... د افغانستان دمصالحې  دلوړې شورا مشري په غاړه و اخلي .