سيد عباس موسوي:
د افغانستان ښاريز د دغه هېواد په خاوره کښې له پېښې سره مخامخ شوي دي
د ايران د خارجه وزارت وياند وويل، د افغانستان يو شمېر ښاريز د دغه هېواد په خاوره کښې له پېښې سره مخامخ شوي دي او د ايران د اسلامي جمهوريت پوله ساتونکو د ايران په خاوره کښې په دې اړه د هرې يوې پېښې رامنځته کېدل رد کړي دي.
د ايران د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د عمومې ادارې د رپوټ له مخې سيد عباس موسوي پرون د يو شمېر هغو افغان قربانيانو له کورنيو سره چې د ايران خاورې ته يې د پوله ايز سيند له لارې د غېر قانوني راتېرېدو اراده لرله د خواخوږۍ په څرګندولو سره وويل، دغه د افغانستان په خاوره کښې رامنځته شوې او د ايران پوله ساتونکو د ايران په خاوره کښې په دې اړه د هر ډول پېښې رامنځته کېدل رد کړي دي.
موسوي زياته کړه، د موضوع د اهميت په وجه او د افغانستان په خاوره کښې د دغې پېښې د رامنځته کېدو د څخه رنګوالي د دقيقې اطلاع حاصلولو لپاره موضوع د دواړو هېوادونو د چارواکو لخواو وڅېړل شوه.
د ايران د اسلامي جمهوريت د پوله ساتونکو ځواکونو د اعلان له مخې د ايران پوله ساتونکو لخوا په سيند کښې د افغانانو د غورزولو په اړه د د ځينو دښمنو شبکو لخوا د يو ويډيو کليپ له خپرېدو وروسته دغه موضوع بې له ځنده وڅېړلې شوه او له څېړنو وروسته معلومه شوه چې داسې يوه موضوع څه صحت نه لري.همدارنګ د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنيف اتمر وويل، د ايران او افغانستان په پوله کښې د ايراني پوله ساتونکو لخوا د غېر قانوني افغان مهاجرو د نيول کېدو او شکنجه کېدو په اړه له اټکلونو او ګمانونو ډډه وشي.