د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی وټاکل شو
May 05, 2020 07:37 Asia/Kabul
په پاکستان کې د ایټالیا هیواد پخوانی سفیر « ستیفانو پونتیکورو» په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي استازي په حیث ټاکل شوی دی.
په پاکستان کې د ایټالیا هیواد پخوانی سفیر « ستیفانو پونتیکورو» په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي استازي په حیث ټاکل شوی دی.
د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» په همدې اړه پر ټویټر لیکلي، چې د ستیفانو په ګمارلو خوښ دی او نوموړی به خپله دنده د راتلونکې جون میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته پیل کړي.
نوموړي ددې تر څنګ غږ کړی، چې ټول لوري باید د سولې د راتګ او د کرونا د مهارولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
له دې مخکښې په افغانستان کښې دغه دنده نیکولاس کی ترسره کوله.