د کابل او ننګرهار حملې د طالبانو کار نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90053-د_کابل_او_ننګرهار_حملې_د_طالبانو_کار_نه_دی
طالبانو په وروستیو حملو کښې د دغې ډلې د لاس لرلو په هکله د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د څرګندونو په غبرګون کښې وویل چې دغې ډلې د ملکي وګړو په وژله کښې هیڅ دخالت نه دی لرلی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2020 10:54 Asia/Kabul
  • د کابل او ننګرهار حملې د طالبانو کار نه دی

طالبانو په وروستیو حملو کښې د دغې ډلې د لاس لرلو په هکله د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د څرګندونو په غبرګون کښې وویل چې دغې ډلې د ملکي وګړو په وژله کښې هیڅ دخالت نه دی لرلی.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د طالب ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل په لویدیځ کښې په یو روغتون باندې او په ننګرهار ولایت کښې د جنازې په مراسمو باندې پرونیو حملو ته په اشارې سره، د اشرف غني حکومت د داعش ترهګرې ډلې له حملو سره په مقابلې کښې په ناتوانۍ تورن کړ او ویې ویل چې دا ډول بریدونه د دغې تکفیري ډلې له خوا کیږي.

یاده دې وي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په یو ټیلیویژني پروګرام کښې داعش ترهګره ډله او طالبان په ننګرهار او کابل کښې د شویو بریدونو مسئول بللې وو.

په کابل کښې په روغتون باندې د شوې حملې پړه داعش ترهګرې او تکفیري ډلې منلې ده.