افغانستان کښې د ناټو نوي غیرپوځي استازي کار پیل کړ
Jun 02, 2020 07:51 Asia/Kabul
د افغانستان لپاره د ناټو تړون نوي غیرپوځي استازي په دغه هیواد کښې خپله دنده پیل کړه.
په پاکستان کښې د ایټالیا پخواني سفیر سټیفانو پونټیکوروو په افغانستان کښې د ناټو د نوي غیرپوځي نماینده په توګه د نیکلاس کی ځاې واخیسته.
په دې هکله د ناټو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلې دي چې د سټیفانو پونټیکوروو هدف په افغانستان کښې د ناټو او د هغې د متحدانو د اړیکو پیاوړتیا ده.
خو د افغانستان زیاتره خلک او چارواکي باوري دي چې په دغه هیواد کښې د امریکې په مشرۍ د بهرنیو پوځیانو شتون د دغه هیواد د کړکیچ اصلي لامل او علت دی