په افغانستان کښې د کورونا له کبله يو شمېر نور کسان مړۀ شول
(last modified Fri, 12 Jun 2020 10:35:13 GMT )
Jun 12, 2020 15:05 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د کورونا له کبله يو شمېر نور کسان مړۀ شول

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په کورونا وایرسو اخته یو شمېر نور کسان هم مړه شوي او یو شمېر نور تازه پرې اخته شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ورځني معلوماتو له مخې چې نن  يې خپاره کړي، په تېرو څلریشتو ساعتونو کې ۶۵۶ نور کسان هم په کرونا ویروس اخته شوي، چې لوړ شمېر یې کابل کې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې له تېرې ورځې راهیسې کابل کې ۳۲۶ نور کسان هم په کرونا  اخته شوي، تر کابل وروسته غزني کې ۷۳، بلخ کې ۳۷، کندهار کې ۳۳، فاریاب کې ۱۷، پکتیا کې ۱۷، ننګرهار کې ۱۶، بادغیس کې ۱۳، بغلان کې ۱۲ او سرپل ولایت کې ۱۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په تېرو څلریشتو ساعتونو کې بیا هم د مړینې کچه لوړه ښودل شوې او د  ۲۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوے دے،  چې له دې سره  په هېواد کې له همدې امله د مړو شمېر ۴۴۶ ته ورسېد.

همدارنګ په تېرو څلریشتو ساعتونو کې ۶۰۲ کسان بېرته  له یادو وایرسو څخه روغ شوي، چې په مجموعي توګه  د روغ شویو کسانو شمېر درې زره او ۹۲۸ تنو رسېدلی دے.

افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۲۳ زره او ۵۴۶ ته رسېدلی دے.

 

 

ټیګونه