امریکااو ناټوپه افغانستان کې د ترهه ګرۍاو دنشه ایزوموادو د پراختیااصلي عاملان دي
(last modified Fri, 07 Aug 2020 23:58:45 GMT )
Aug 08, 2020 04:28 Asia/Kabul
  • امریکااو ناټوپه افغانستان کې د ترهه ګرۍاو دنشه ایزوموادو د پراختیااصلي عاملان دي

دغه انګریز جاسوس ټينګار کړی ، په افغانستان کې دامریکا دپوځي شتون دوام ددغه هیواد د ولس لپاره هیڅ ګټه نه ده درلودلې ،بلکې د دوي مشکلاتو اوترینګلتیاوې ئې هم زیاتې کړي دي .

آریانا نیوز خبری آژانس راپورورکړ ،یوه انګریز جاسوس کیون هارلي چې تر کلونو پورې ئې  په افغانستان کې جاسوسي کوله ،دپنجشنبې په ورځې ئې په یولړ ایشواکونکو خبرو کې  وئيلي دي ،په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواک  د   پوځي شتون له وخت راهسې  په دغه هیواد کې د نشه ایزو موادو قاچاق او جنګ جګړې  څو چنده زیاتې شوي دي .

 هارلي ، د افغانستان په جنګ کې د امریکا پوځي سټراټژي ماته خوړلې بللې او زیاته ئې کړې ده ، امریکایانو او دهغو متحدانن  له د غه هیواده له وتلو پرته بله هیڅ لاره نه لري .

دغه انګریز جاسوس ټينګار کړی ، په افغانستان کې دامریکا دپوځي شتون دوام  ددغه هیواد  د ولس لپاره هیڅ ګټه  نه ده درلودلې ،بلکې  د دوي مشکلاتو اوترینګلتیاوې ئې   هم زیاتې کړي دي .

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي ،چې  په همداوروستیو کې د انګریز پوځ  دهوائي ځواک ځينو  پټو سندونو ایبشواکیدا چې  په افغانستان کې د عملیاتو  او د سلګونو عامو افغانانو د وژلو په باب د بریښنا لیکونو په وسیله  شوي ، د انګلستان په ملی دفاع  وزارت دننه  دمتقابلو تورنو دمطرح کیدا لامل شوي دي . دا په داسې شرائطو کې دي ، چې نړیواله ټولنه اوس  دې مهم ته متوجه شوې ده چې د امریکا اوانګلستان پوځ په افغانستان او عراق کې د بشري حقوقو  ډيرې خلاف ورزۍ او جنګي جنایتونه کړي دي .

 

ټیګونه