د افغانستان ولسمشر د سیمې د هیوادونو ملاتړ غواړي
Sep 25, 2020 04:56 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني په کابل کښې د پاکستان له نوي سفیر منصور احمد خان سره په کتنې کښې د بین الافغاني سولې له خبرو د سیمې د هیوادونو د ملاتړ غوښتنه وکړه .
اشرف غني وویل په افغانستان کښې د جنګ او د نښتې ختمیدل او د سولې ټینګیدل د سیمې د هیوادونو په ګټه دي .
هغه دغه راز له پاکستان سره د تجارتي اړیکو په پراختیا او په دغه هیواد کښې دیره د افغان کډوالو د مشکلاتو د حل او د تګ راتګ د اسانتیا د برابرولو غوښتنه وکړه .
په کابل کښې د پاکستان نوي سفیر منصور احمد خان هم د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په کتنې کښې وویل د اړیکو د پراخولو ، د تجارتي ملګرتیاو د زیاتولو او د دواړو هیوادونو د ښاریزو په تګ راتګ کښې د اسانتیا د برابرولو لپاره به هڅه وکړي .