په کابل کښې د ايران او افغانستان د پوله ايز کمېشن د شپږمې غونډې جوړېدل
د ايران او افغانستان د پوله ايز کمېشن شپږمه غونډه په کابل کښې شروع شوه.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت وياند نن د دغه کمېشن د غونډې د پرانېستل کېدو په مراسمو کښې له افغانستان سره د ايران د اسلامي جمهوريت د ملګرتياو په تېره بيا د افغان مهاجرينو له قبلولو او د افغان حکومت په مالکيت سره د صلحې له بهير څخه د ملاتړ قدرونه وکړه.
ميرويس ناب د دې په بيانولو سره چې د ايران او افغانستان پوله ايز کمېشن کولې شي د ځينو پوله ايزو مسائلو لپاره مناسبې حل لارې پېدا کړي وويل، دغه کمېشن د ايران او افغانستان ترمېنځ ملګرتيا د پراختيا لپاره يوه مناسبه موقع ده.
هغه د نشه ايزو موادو او سامانونو قاچاق او د انسان قاچاق د دواړو هېوادونو ترمېنځ يو ترټولو مهم مشکل وبلۀ.
به افغانستان کښې د ايران سفير هم د دواړو هېوادونو دوستانه تعلقاتو ته په اشارې سره وويل، ځينې رامنځته شوي اداري مسائل پکار نه دی د کابل او تهران د تعلقاتو په لار کښې خنډ رامنځته کړي.
بهادر امينيان له افغانستانه ايران ته د کسانو غېرقانوني ننوتلو څخه د مخنيوي په ضرورت باندې په تاکيد سره زياته کړه، په غېر قانوني توګه د لکونو کسانو تګ راتګ د ايران د اسلامي جمهوريت لپاره زيات مشکلات رامنځته کړي دي.
هغه د دې په بيانولو سره چې ايران ته د زرګونه ټنه نشه ايزو موادو قاچاق يو بل پوله ايز مشکل دے زياته کړه، دغه کمېشن کولې شي د مشکلات د هوار لپاره موثره حل لارې پېدا او فېصلې وکړي.