په امریکا کې د افغانستان سفیر په مالی درغلۍ تورن شو
(last modified Sat, 24 Oct 2020 07:25:20 GMT )
Oct 24, 2020 11:55 Asia/Kabul
  • په امریکا کې د افغانستان سفیر په مالی درغلۍ تورن شو

څو میاشتې مخکې رسنیو راپورورکړی چې په امریکا کې د افغانستان سفارت د یوه اویا میټري دیوال د جوړولو لپاره د یوه شرکت اته اتیا زره ډالري وړاندیز رد کړی ؤ،خو دا کار ئې بیا ،له یوه شرکت سره په یومیلیون اته لکه پنځه ویشت زره ډالرو لګښت سره ترسره کړی دی .

زمونږخبریال د صداي افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان د ولسی جرګې د حقیقت موندونکي کمیشن مشر جاوید صافی  چې  امریکا ته په سفر تللی ، نن سهار وختي ئې وئيلي دي ،  په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د دیوال د جوړیدا لګښت درې لکه ډالر اټکل شوی ؤ،خو  دغه دیوال په یونیم میلیون ډ الرو  لګښت سره جوړ شوی دی .

 د افغانستان د ولسی جرګې  دحقیقت موندونکي کمیشن مشر  زیاته کړې ده،ددغه اویا  میټري دیوال په جوړولو کې د ودانیو له عادي مصالې استفاده شوې ده .

 له دې مخکې په امریکا کې د افغانستان  سفارت  ددغه دیوال په جوړولو کې  هر ډول مالي فسات په کلکه رد کړی ؤ .

ټیګونه